روانی روغتیا څه ده ؟

روانی روغتیا د هوساینی داسی یو حالت دی چی هرچاته دا امکان ورکوی تر څو د ژوند له ستونزو او خنډونو سره مقابله وکړی او مخکی له مخکی داسی تدابیر ونیسی چی وکولی شی خپل ژوند پر مخ بوځی. له همدی امله که څه هم دا مساله په سترګو نه لیدل کیږی خو دا په موږ ټولو پوری اړه لری.

د دی موضوع پالنه، د ورځنیو ستونزو د حلولو او د ناروغیو د مخنوی لپاره موثره ده.

په خپل ذهن کی ځان ښه احساسول پدی معنی ده چی انسان د ځان او خپل چاپیریال( لکه د کورنی غړو او نږدی کسانو) سره په همغږی کی واوسی تر څو د هغه څه تر مینځ یو توازن پیدا کړی چی موږ ته خوښی راکوی او په خپل ژوند کی ورته اړتیا لرو.

ډیر شیان په روانی روغتیا اغیزه لری: زموږ جسمی روغتیا، زموږ چاپیریال، زموږ مالی وضعیت، زموږ شخصی ژوند او همدارنګه په سختو حالاتو کی یوازیتوب، تبعیض او د ژوند ناپایه شرایط.

لکه ځنګه چی روانی روغتیا بدلیدونکی ده، دا مهمه ده دهغی د ساتنی لپاره لاری ولټوو. دا لاری کیدای شی هغه فعالیتونه وی چی موږ ته ښه احساس راکوی او یا به هم د نورو کسانو ملاتړ وی.

د خپل کور څخه بل هیواد او یا بلی سیمی ته د ژوند لپاره تلل، لوی بدلونونه او ننګونی له ځانه سره لری چی کولای شی په روانی روغتیا اغیزه وکړی. نوی ژبه زده کول، نوی کلتور ته ځان عیارول او له بیلابیلو نویو عادتونو سره بلدیدل ، کیدای شی انسان ناارامه کړی.پداسی حالاتو کی ځان حساس او زیانمن ګڼل، عادی خبره ده. له همدی امله دا مهمه ده چی له خپلو نږدی کسانو، خپلو وطنوالو یا د مرستی د ټولنو سره پدی هکله خبری وکړی. په ځینو حالاتو کی دا امکان شته چی د مسلکی اشخاصو څخه مرسته وغواړی لکه همدارنګه چی تاسو د جسمی ناروغی د درملنی لپاره ډاکټر ته ځی.

ټراما

ټراما هغی سختی احساساتی پایلی ته ویل کیږی چی د یوی سختی او یا خطرناکی پیښی له تجربه کولو څخه وروسته رامنځته کیږی( مثلا: یوه پیښه، مړینه، جنسی تیری، طبیعی افت یا جګړه). دا حالت کولی شی د بی وسی، سختی ویری او ډار احساس رامنځته کړی ولی چی انسان ځان په خطر کی وینی او پدی حالت باندی هیڅ ډول کنټرول نلری.

دا د روح یو نالیدلی زخم په څیر ده چی د هغو پیښو له امله رامنځته شوی چی په تیرو کی تجربه شوی دی. ټراما د دی نښه ده چی هغه څه چی تجربه شوی غیر عادی دی. دا لیونتوب نه دی بلکی د بدن یو عادی غبرګون دی د یوی غیر عادی پیښی په وړاندی.

ټراما کولی شی زموږ په روغتیا باندی اغیزه ولری لکه فشارونه، دردونه، د خوب ګډوډی( د ویده کیدو ستونزه، خراب خوبونه، د شپی په مهال وار وار ویښیدل)، اضطراب یا دیپریشن(منفی فکرونه-خپګان). ټراما تجربه کړی کسان، ډیر وخت هغه څه بیا را ژوندی کوی چی پخوا ورسره مخامخ شوی وو(فلیش بیک-تکراری یادونه)، له خپلو احساساتو څخه ځان جلا احساسول(لکه بی حسه یا په مبهم حالت کی اوسیدل) او د تمرکز کولو ستونزی لری.

دغه کسان تل د لوړ خبرداری په حالت کی دی، دوی دی ته چمتو دی چی هغه بیا تجربه نکړی چی پخوا ورسره یوځل مخامخ شوی وو. دغه حالت دانسان ژوند ستونزمن کوی.

همدا رنګه موږ کولی شو نوری نښی هم ووینو لکه غوسه، یوازیتوب، د الکولو یا نورو نشه یی توکو استعمال، د ګناه احساس ، د هڅونی او هیلو نشتوالی یا هم بی باوری.

د ټراما  د درملنی لپاره مهمه ده چی له یو مسلکی کس څخه مرسته وغواړی. د نورو ملاتړ هم ډیر لازم دی. د مرستی غوښتل هیځ د شرم خبر نده ځکه چی د ذهن زخمونه د بدن د زخمونو په څیرتداوی کیږی که څه هم دا ممکن لږ زیات وخت ونیسی. له همدی امله د خپلی روانی روغتیا پالنه، د ښه احساس لرلو په خاطر ډیره لازمه ده.

سکرینونه

سکرینونه او انټرنیټ زموږ د ورځینی ژوند یوه برخه ګرځیدلی دی. دا اوس هر ځای شته او د کوچنیانیو او لویانو لپاره یوه عملی او تفریحی وسیله ګرځیدلی ده.سکرینونه د زده کړی، معلوماتو تر لاسه کولو، د کار لپاره د تیاری، او له کورنی او نږدی کسانو سره د اړیکی نیولو لپاره مرسته کوی. دا همدارنګه د وخت تیرولو او ارامتیا لپاره هم ګټور دی.لکه څنګه چی سکرینونه په هر ځای کی شته، مهمه ده چی ددی په کارولو کی مسولانه چلند زده کړو، ددی پر ځای چی هڅه وکړو تری په بشپړه توګه ډډه وکړو.

کله نا کله په سکرینونو که حیرانونکی یا تاوتریخجنی صحنی ښودل کیږی لکه د جګړو، جرمونو یا د طبیعی افتونو صحنی.دا ډول مواد په مختلفو کسانو باندی بیلابیلی اغیزی لری.له همدی امله ځانګړی پاملرنه لازمه ده چی ماشومانوته د دوی عمر لپاره مناسبه محتوا وښودل شی.کله چی ماشومان دا حیرانونکی صحنی ګوری نو اړینه ده چی د دوی د عمر او ذهنی پوخوالی ته په پاملرنه  او د هغوی لپاره د دی صحنو توضیحات ورکړل شی.

په لویانو کی هم دا ډول صحنی تاوتریخوالی رامنځته کولی شی.مهمه ده چی له نورو باور وړ کسانونو سره په دی اړه خبری وشی او که د سکرینونو اغیزه ډیره زیاته وی، نو د سکرین د استعمال کچه دی کمه شی.

د سکرینونو زیات کارول کولی شی په روانی او فزیکی روغتیا منفی اغیزی ولری لکه ستړیا،په ماشومانو کی د زده کړو د پایلو کمیدل، په لویانو کی د کار د فعالیتونو کمزورتیا یا ټولنیز یوازیتوب.ځینی وختونه سکرینونه د خپلو ستونزو څخه د تیښتی یا د فشار کمولو لپاره استعمال کیږی خو دا حالت بیا نور فشار یا ستونزی رامنځته کولی شی.

له همدی امله غوره ده چی خپلو ټولنیزو اړیکو ته لومړیتوب ورکړی، د خپل فشار او یا ستونزو په هکله له باور وړ شخص سره خبری وکړی او د خپل فشار د کمولو لپاره منظم بدنی فعالیت تر سره کړی. په هر حال دا مهمه ده چی د سکرینونو کارول په مسولانه توګه زده کړل شی.

د ماشومانو سره د سکرینونو د ښه کارولو لپاره سپارښتنه کیږی چی :

  • تاسو پخپله د ټاکل شویو اصولو په تطبیق کی یو مثال وګرځی.
  • په دی کی دلچسپی ښکاره کړی چی ماشوم یا تنکی ځوان په انترنیت که څه کوی.
  • د هغوی سره ددی په اړه وغږیږی چی څه ګوری او خلاصی خبری اتری یو بل سره وکړی
  • د سکرین د استعمال وخت او د انلاین چلند په اړه روښانه اصول وټاکی.
  • هغوی وهڅوی چی پرته له سکرینونو، نورو لوبو ته مخه وکړی (د کورنی سره د ټولنیزو لوبو وړاندیز یا د باندی لوبی کول).
  • هغوی ته د احتمالی خطرونو په اړه معلومات ورکړی.
  • هغوی ته دا ورزده کړی چی انټرنیټ په انتقادی ډول وکاروی( د سرچینو تصدیق، د جعلی معلوماتو پیژندنه).

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په هکله وړاندیزونه دلته موجود دی. د کوچنیانو د عمر په لومړیو کلونو کی د سکرینونو د کارونی په اړه یوه پاڼه او د ماشومانو د اړتیاوو په اړه یوه بله معلوماتی پاڼه هم کیدای شی ګټوره وی.

ځوانانو ته دا هم مهمه ده چی د احتمالی خطرونو څخه باخبره اوسی او د سکرینونو د استعمال او نورو فعالیتونوتر مینځ یو ښه انډول وساتی .که ځینی انځورونه هغوی ځورولی وی نو دوی دی د خپل چاپیریال سره په دی هکله خبری وکړی . مور او پلار خپلو اولادونو ته د نمونی رول لری نو دا د هغوی دنده ده چی خپلو  ماشومانو ته  د سکرینونو د متعادله او سم کارولو ، ښه مثال وګرځې.

کورنی- ماشوم

د مور او پلار دنده په ځانګړی توګه د اولادونو د ځوانی په دوره کی کیدای شی ستونزمنه شی اویا هم د ځوانی په مهال دغه اړیکی ممکن لا هم خړی پړی شی.دغه بدلونونه په ټوله کورنی باندی اغیزه کوی او کولای شی د فشار، یوازیتوب یا د مور او پلار په توګه د خپلی دندی په اړه شکونه را مینځ ته کړی. دا عادی خبره ده چی د والدینو په توګه پوښتنی وکړی او یا د ویری احساس وکړی، او دغه ستونزی هغه مهال زیاتی شی چی تاسو په یو نوی هیواد کی استوګن شی چیری چی ځان یوازی او د نامعلومی راتلونکی سره مخامخ ووینی.

مور او پلار او ماشومان په یو وخت او یو تال سره ځانونه نوی چاپیریال ته نه عیاروی او دا حالت کولای شی د ځینو ناارامیو سبب وګرځی : ماشوم ښوونځی ته ځی، ژر له خلکو سره پیژندګلوی پیداکوی او او ځان ته اړیکی جوړوی پداسی حال کی چی میندی او پلرونه زیات وخت یوازی وی او یوازی پر خپل ځان تکیه کوی. دا حالت کولی شی کړکیچونواو غلط فهمیو ته لاره هواره کړی.

پدی شرایطو کی د ښوو اړیکو او مثبتی تبادلی هڅی به د ماشومانو د ښه والی سره مرسته وکړی. کله چی ماشومان د فشار رامنځته کیدوونکو معلوماتو سره مخامخ شی نو لازمه ده په دی اړه ورسره خبری وشی او هغوی ته اجازه  ورکړل شی چی خپل احساسات څرګند کړی.

د خپل اصلی کلتور سره اړیکی ساتل هم خورا ډیر مهم رول لوبوی په څانګړی توګه د هغو تنکیو ځوانانو لپاره چی د خپل هویت د پیژندنی په لټه کی دی.

روښانه او منظمه ورځنی چاری او د هغه ټاکل شوی اصول کولی شی د ټولو د هوساینی لپاره ګټوره وی.د قواعدو د معنی تشریح کول او د ماشومانو هڅی په دی کی پیژندل چی دوی ددغو قواعدو درناوی وکړی، مرسته کوی چی یو خوندی او انعطاف وړ چاپیریال را مینځته شی.

ځوانانوته د خپلو احساساتو څرګندولو او د خپلو لاسته راوړونو د پیژندنی هڅی، د هغوی اعتماد زیاتوی.له هغوی سره وخت تیرول، دهغوی خبری اوریدل او د ستونزو په اړه خبری کول کولای شی د کورنی اړیکی ښی کړی. دځان لپاره د ارامی او استراحت په منظور وخت ټاکل او د ټولنیزو اړیکو پالل، هم د ذهنی توازن د ښه والی لپاره مرسته کوی.

د ماشوم یا تنکی ځوان سره د دوی په وده کی ملګرتیا د دوی لپاره مهمه ده.لازمه ده چی هغوی دا موضوع احساس کړی چی ملاتړ یی کیږی او خبری یی اوریدل کیږی.

دا طبیعی خبره ده چی میندی او پلرونه نشی کولی په هره برخه کی تل بریالی اوسی، خو که د خپل ماشوم لپاره وخت ومومی او ورته لازمه پاملرنه وکړی نو ممکنه ده د ننګونو سره مقابله وکړی او په ګډه دحل لاری  پیدا کړی.

په دوامداره توګه فکرکول، پلان جوړول، تنظیمول او د ورځنی کارونو اټکل کول د ځان او نورو لپاره (لکه ماشومان، د ژوند شریک یا کورنی) کولی شی د روانی روغتیا لپاره دروند تمام شی.دی ته د والدینو ذهنی بار هم ویل کیږی.

له همدی امله دا مهمه ده چی د خپل ځان د هوساینی خیال وساتی او کله چی اړتیا وی د مرستی غوښتلو څخه ویره و نه کړی.د خپل ځان ساتنه ، خود غرضی نه ده بلکه دا تاسو ته دا توان درکوی چی د نورو لپاره او په ځانګړی توګه خپلی کورنی لپاره ډیر لاسرسی ولری.

په دی ویبپاڼه کی به تاسو نور معلومات هم ومومی

احساسات

احساسات زموږ د ورځنی ژوند او روانی روغتیا زړه برخه ده.سره له دی موږ لا هم په ځانګړی ډول د هغو احساساتو په اړه ډیری کمی خبری کوو چی منفی ګڼل کیږی. له ماشومتوب څخه د خپلو احساساتو د څرګندولو جرات کول، اړین دی تر څو چی د هوساینی پالنه وشی.

ځینی وختونه د احساساتو پیژندل ګران وی هم د مور او پلار لپاره او هم د ماشومانو لپاره.د یوبل خبرو اوریدو ته د ځانګړی وخت ټاکل، په سختو شیبو کی پوښتنی کول او په ګډه ددی احساساتو د سمبالولو پر لارو چارو فکر کول، کولای شی د ټولو لپاره د یو شه احساس لامل شی.

د والدینو په توګه د خپلو احساساتو په اړه غږیدل کولی شی د ماشومانو لپاره یوه بیلګه شی او  یو خلاص دیالوګ او مکالمی ته یی وهڅوی.

د یوی نوی ژبی زده کړه یا د نوی کلتور او نوی هیواد سره ځان عیارول، کولی شی بیلابیل مثبت او منفی اساسات را وپاروی. دا مهمه ده چی ددغو بدلونونو ، د هغوی د پایلو په توګه د رامنځته شوو احساساتو او د هغوی د مدیریت لپاره د ممکنه حل لارو په اړه خبری وشی.د ښو اړیکو ساتل او یو صادقانه تبادل نظر ددی پړاونه د بریالیتوب سره د تیریده لپاره ضروری ده.

دا هم د هغو اصلی احساساتو لیست او د هغو د هر یو لپاره  یوه لنډه تشریح :

مینه

دا یو ستر، ژور او جادویی شی دی.کله چی موږ مینه کوو، موږ د نرمی نه ډک احساس لرو او غواړو چی ژوندانه ته په موسکا شو.

خوښی

هغه وخت را څرګندیږی چی یو شی موږ خوشحاله کوی، موږ په ښه حالت کی یوو او د خوشحالی احساس لرو.غواړو لوبی وکړو، سندری ووایو، وخاندو او یا نڅا وکړ.

قهر

دا هغه وخت احساسیږی چی شیان لکه څرنګه چی موږ غوښتل یا پلان کړی وو، نه تر سره کیږی.زموږ دننه پخپله جوش خوری، موږ غصه یو او غواړو چی ناری ووهو یا په کوم شی د وهلو له لاری ،فشار دفع کړو.

غم

موږ ځان یوازی احساسوو، غمجن یو او غواړو چی وژاړو او تسل شو.

اندیښنه

دا هغه وخت را څرګندیږی چی موږ کوم شی یا د کوم چا لپاره اندیښمن یو. موږ په ستونی او په خیټه کی د یو پیټی احساس کوو.

خوشالی

د هوساینی په حالت که څرګندیږی.موږ له هغه څخه خوش یو چی زموږ په ورځنی ژوند کی او یا هم په یوه ځانګړی وخت کی پیښیږی؛ موږ ځان په ژوره توګه خوشاله احساسوو.

ارامتیا

موږ ځان ښه او ارامه احساسوو ګواکی چی په یوی نرمی او سپکو کالو کی پوښل شوی یو او ژوند راته اسانه ښکاری.

شرم

دا د نورو مخی ته د ځان څرګندولو په اړه یوه ستونزه ده او د ویری پر اساس ولاړه ده چی نور خلک به زموږ په هکله څه فکر وکړی.

حسادت

دا هغه وخت راڅرګندیږی چی موږ احساس کوو بل څوک یی زموږ نه ډیر لری. دا درونی درد لری او دانسان زړه ځوروی.

ستړیا

موږ ځان کمزوری او بی انرژی احساسوو. هر څه موږ ته ګران ښکاری. دا حالت کولی شی خپګان تحریک او یا هم ارامی د اړتیا سبب شی.

تذبذب

زموږ ستونزه انتخاب دی . موږ شک لرو او په دی اندیښنه که یواو نه پوهیږو چی څه وکړو. دا یو ډیر ناخوښه حالت دی چی کولی شی رنځ رامنځته کړی.

ویره

کله چی موږ ځان په خطر کی احساسوو او فکر کوو چی موږ ته به یوه بده واقعه رامخ ته سی. موږ ځان کوچنی او کمزوری وینو.

حیرانتیا

کله چی په نا څاپی توګه کومه پیښه رامینځ ته شی.دا مساله کولی شی خوشالی او یا هم پوښتنه را وپاروی. موږ سترګی غټی پراخوو یا خوله مو د تعجب نه خلاصه پاتی شی.

ګډوډی

موږ نه پوهیږو چی څه باید وکړو، موږ په شک کی یواو ځان رانه ورک ښکاری.

کرکه

دا د هغه څه له امله رامنځته کیږی چی موږ یی د نفرت وړ گڼو. دا موږ ته د هغو شیانو څخه د ساتنی مجاز راکوی چی زموږ په نظر بد ښکاری.

حیا

کله چی موږ داسی یو څه ویلی ،یا سرته رسولی یا احساس کړی وی چی نه باید مو کړی وای او فکر وکړو چی خلک به پر موږ ملنډی ووهی او یا به موږ ته سزا راکړی. موږ ځان ناراحته، کمزوری او بی عزته احساسوو او غواړو ځان پټ کړو.

ویاړ

کله چی موږ یو کار په لومړی ځل او په یوازی ځان تر سره کړو، موږ د خپلی لاسته راوړنی څخه خوښ یو.موږ ځان د نورو کارونو د سرته رسولو لپاره ځواکمن احساسوو.

خفګان

کله چی موږ هغه څه ترلاسه نه کړو چی غواړویی او یا د یو څه په انجام کی پاتی راشو.دا کولی شی زموږ غصه هم راوپاروی.