د ښه احساس درلودلو لپاره باید څه وکړم؟
هغه لس کړنلاری چی کولی شی د هوساینی حالت تر لاسه کولو کی تاسو سره مرسته وکړی ، په لاندی ډول دی :
- خبری کول : د خپلو احساساتو، ستونزو او تجربو په اړه له خپلی کورنی ، نږدی کسانو او یا د خپلو وطنوالوسره خبری کول په دی خاطر چی فشارونه کم شی او نوی لیدلوری یا د حل لاری ولټول شی. په مورنی ژبی خبری کول او غږیدل ، د ښه احساس لرلو باعث ګرځی.
- ګډون او برخه اخیستل : په یوی ټولنی، د ګاونډیانو په مرکزونو ، د ژبی/ نڅا / سندری /سپورټ او د زده کړی په ټولګیو کی برخه اخیستل , د خپلو هیلو، علاقه مندیو ، ویری یا امیدونو شریکول ، د ټولنیزو پروژو په تر سره کولو کی ګډون کول او داسی نور.
- نه تسلیمیدل/ د ژوند بحرانونو حلول : وخت او زمان د ژوند د بحرانونو ( بدو پیښو، غم او ټروما )د زغمولو لپاره ډیر اساسی رول لری. په ضروری فعالیتونو تمرکز وکړی، ځان او نورو ته وخت ورکړی او هغه کومک ومنی چی تا سوته وړاندی کیږی. د مثال په توګه د اداری سیستم پوهیدل اسانه کار نه دی.
- دخپل ځان منل په هغه توګه چی یاست : خپل بدن او د هغه نښی په سم ډول وپیژنی تر څو په خپله گټه سم تصمیم ونیسی،خپل محدودیتونه، خپل د قوت اود ضعف ټکی ومومی او هغه ومنی.
- د ابتکاری فعالیتونو تر سره کول : د خپلو هیلو، ویری یا نورو هغه افکارو د څرګندولو لپاره چی بیان یی ستونزمن وی، د فشار لیری کولو، د ارامی او بیا ځواک مندلو لپاره ، هغه فعالیتونه تر سره کړی چی ستاسو خوښیږی او پخوا مو په خپل هیواد کی تر سره کول. تاسو باید داسی یو ځای ولری چی په هغه کی وکولی شی ځان ته وخت ولری تر څو پلټنی وکړی او نوی شیان مینځ ته راوړی.
- راحت موندل : د سکون او ارامی حالت او دشیانو او خلکو ښه ارزونه ، سړی سره مرسته کوی چی سمی پریکړی وکړی . خپل ځان ته یو څه وخت ورکړی، کله یوازی او پرته له ماشومانو فعالیتونه تر سره کړی تر څو یو څو ښیبی د کورنی ژوند نه ځان وباسی او بیرته لازمه انرژی تر لاسه کړی.
- نوی شیان زده کول : د ورځینی ژوند څخه د وتلو، د ځان درناوی زیاتولو د خپلو نظریاتو د پراختیا لپاره. د ژبی زده کول د خپلواکی او خپل اختیار ترلاسه کولو لپاره مرسته کوی او همدارنګه له هغو خلکو سره د پیژندګلوی زمینه برابره وی چی د ورته تجربی خاوندان دی. نوی شیان زده کول هڅونکی او ارزښناک کیدی شی او تاسو ته د پرمختګ احساس درکولای شی.
- فعال پاته کیدل : د ذهن ارامولو، دفشار لیری کولواو له ستړیا وړ چاپیریاله وتلو لپاره . په ورځ که دیرش دقیقی او یا په یوه اونی کی دوساعته او دیرش دقیقی دفزیکی فعالیت سپارښتنه کوو.
- له ملګرو سره د اړیکو ساتل : دا د ورځینی ژوند او کور څخه د وتلو او نوی خلکو سره د لیدو فرصت برابروی. له ملګرو سره خبری اتری ، سړی ته د اوریدو او ملاتړ احساس ورکوی. د نیوکو اوریدل او منل کولی شی تاسو ته د غوره کیدو، د حل لارو موندلو او ستاسو د ذهن او لید پراخولو کی مرسته وکړی.
- د مرستی غوښتل : ددی په خاطر چی نور ځان یوازی احساس نه کړی، خپل محدودیتونه و پیژنی اوویی منی. کله چی ځینی کارونه تا سو ته روښانه نه وی ، د کومک او مرستی غوښتنه وکړی تر څو ستونزه حل کړی (دبیلګی په توګه دمیندو او پلرونو تر مینځ د متقابلو مرستو شبکه).د ژوند د خنډونو سره دمقابلی لپاره د مرستی غوښتنه د کمزوری نښه نه ده بلکی دا ډیره زړورتیا غواړی.
اضافه وړاندیز : صحی ډوډی وخوری او ارامه چاپیریال غوره کړی، د خوړلو پر مهال د سکرینونو او فشار څخه ځان لری وساتی دا به ستاسو د هوساینی حالت ته وده ورکوی.
د ټولنی اهمیت
په ځینو انتقالی مرحلو لکه په یو نوی هیواد کی استوګنه یا د نوی کلتوراشنا کیدو سره ، سړی، ځان یوازی ، ګوښه او حتی کله ورک احساسوی.
د دی شیبو نه د وتلو په منظور، ټولنه د یو قیمتی ملاتړ سرچینه ګرځیدای شی.دلته تا سو کولی شی په خپله مورنی ژبه خبری وکړی، د معلوماتو او مشورو د لاس تر راوړو لپاره له یو بل سره خبری اتری وکړی او دا کار به په اداری پروسیجر پوهیدو او ستاسو عمومی ادغام په اړه اسانتیاوی برابری کړی.
ټولنه، تاسو ته دا امکان برابره وی چی له هغو کسانو سره اړیکی ونیسی چی تاوسو ته ورته تجربی یی تیری کړی دی. په ټولنه پیښو کی ګډون او د خوشحالی د ښیبو شریکول، د ورځنی ژوند څخه د وتلو او فشار کمولو لپاره شه فرصت برابره وی. پدی توګه، تولنه د ژوند په ځینو پړاوو کی، د سختو ننګونو سره د ښی مقابلی لپاره یوه مهمه سرچینه ګرځی او د سړی د هوساینی احساس لوړوی.
خو ټولنه باید یوازینی سرچینه نه وی. لازمه ده د کوربه هیواد ټولنی ته هم ځان چمتو کړی. له نویو خلکو سره لیدنه وکړی. د مثال په توګه خپلو ګاونډیانو سره اړیکی ونیسی. دا اړیکی د یوازیتوب احساس کموی او ستاسو لپاره ګټور دی.
د ورځنی ژوند لپاره مشوری
دا ویب پاڼه د ورځنی ژوند د ښه والی په منظور بیلابیلی( مشوری، د یوګا تمرینونه او پروګرام، تبلیغاتی پاڼی او نور) وړاندیزونه را غونډ کړی دی.
دلته د ورځنی ژوند ( روغتیا، ټولنیز امنیت، ښوونځی او زده کړی او نور ) اړوند ټول لازم معلومات تر لاسه کولی شی.
دا بروښور (تبلیغاتی پاڼه) په مختصره توګه د سویس هیواد د روغتیایی سیستم د بیلابیلو اړخونو د څرنګوالی لنډیز وړاندی کوی.
په سویس کې د مرستو او ملاتړ ټولنې
په سویس کی د مرستی او ملاتړ خدمات د لاندو ټولنو له خوا تر سره کیږی:
- Caritas Suisse سویس کاریتاس
- Croix Rouge Suisse د سویس سور صلیب
- (CSP) Centre Social Protestant دپروتستانت ټولنیز مرکز
- (OSAR) Organisation suisse d’aide aux réfugies د سویس د کډوالو د مرستی سازمان
دحقوقی مرستو لپاره :
- BCJ د حقوقی مشوری دفتر چی په هر کانتون کی فعال دی
- د فدرالی پناه ځاینو (CFA) نه بهر د BCJ د دفترونو لیست
- په فدرالی پناه ځاینو کی د BCJ د دفترونو لیست
- د ټولو فدرالی پناه ځاینو CFA دلته موندلی شی.
- Plateforme Asylex : په بیلا بیلو ژبو مرسته او د پناه غوښتنی د پروسی لپاره ګام پ ګام کومکونه
- (SSI-Suisse) د هر مهاجر لپاره د حقوقی مرستی په منظور د سویس نړیوال ټولنیز خدمات
دژبی خنډ
- له انجمنونو او سازمانونو سره اړیکی نیول د ژبی د خنډ له امله ستونزمن کیدای شی. د مرستی انجمنونه لکه کولی شی ترجمانان یا ژباړونکی وګماری تر څو په مورنی ژبه هر چا ته د Caritas, Croix-Rouge,OSAR, مرستی زمینه برابره شی.
- د www.inter-pret.ch په ویب پاڼه کی د ژباړنی په برخه کی د خدماتو د وړاندولو لیست موجود دی. له دوی نه کولی شی د اداری،طبی یا حقوقی ملاقاتونو په جریان کی کومک وغواړی.
- ځایی ټولنی هم کولی شی په اداری چارو او د یا هم د ډاکټرانو سره د اړیکی نیولو په څیر مواردو کی مرسته وکړی.
- همدارنګه ځینی وړیا اپلیکیښونه هم شته چی د ژباړی او اړیکو لپاره ګټور ثابتیدای شی.
- Tarjimily – د کډوالو لپاره د ژباړی اپلیکیښن
- Refugee Phrase Book د ورځینی ژوند لپاره اړینی جملی په له ۵۰ څخه زیاتو ژبو کی
- Refugeye چی د عکسونو او نښو په مرسته د ژباړی او اړیکو اسانتیا برابره وی.
- د سمارتفون لپاره ځینی وړیا اپلی کیښنونه هم شته چی د هری ژبی په زده کړه می کومک کوی لکه : Duolingo, Babbel, MemRise,Hello Talk او داسی نور…
سازمانونه او ټولنی په هر کانتون کی
Fribourg – فریبورګ
- Association La Red : د ټولنیز ژوند لپاره وړیا فعالیتونه وړاندی کوی
- Association ParMi : د کلتوری تبادله، ملاتړ او د ځوانانو ادغام
- Association Passerelles : د مختلفو کلتورونو ترمینځ د ناستی ځای
- Caritas Fribourg : ټولنیزه مشوره او ملاتړ
- د مهاجرینو لپاره د فرانسوی او جرمنی ژبو کورسونه
- په فریبورګ کی د مهاجرو لپاره د ژبو د کورسونو همغږی
- CCSI-SOS Racisme Fribourg حقوقی ملاتړ
- Ensemble د مهاجرینو د روانی روغتیا ملاتړ
- Espacefemmes : د ښځو د ملاقات، مشوری او روزنی ځای د ټولو ټولنیزو او کلتوری ډلو لپاره
- LivrEchange : د بیلابیلو کلتورونو کتابتون
- Permanence juridique bénévole : وړیا حقوقی مشوری
Genève – ژنیو
- روغتیایی کارکونکی
- Appartenances-Genève : د کورنیو او هغو کسانو سره مرسته چی د ټولنیز تاوتریخوالی سره مخامخ شوی
- Asile LGBTIQ+ : ددغو مهاجرینو سره همکاری او له هغو نه ملاتړ
- Association de médiatrices interculturelles : د بین کلتوری منځګړیتوب لپاره انجمن : د بین کلتوری منځګړیتوب له لاری ادغام
- Association Elisa-asile : حقوقی ملاتړ او دفاع
- Association Pluriels : د توکمیزو روانی مشورو او مطالعاتو مرکز
- Aumônerie Genevoise Œcuménique auprès des requérants d’Asile et des Réfugiés د پناه غوښتونکو او مهاجرینو لپاره د مذهبی ملاتړ خدمتونه
- Camarada : د استوګنی، روزنی او مسلکی ادغام مرکز
- Caritas Genève : ټولنیز او حقوقی ملاتړ
- Centre de La Roseraie : د ناستی ولاړی ،تبادلی او روزنی مرکز
- Carrefour Orientation Solidarité : د کورنیو د ادغام لپاره ملاتړ
- Croix-Rouge genevois : د لوړ عمر مهاجرینو لپاره د ادغام فعالیتونه
- CSP Genève : حقوقی مشوری
- Ecole des parents(programme petits pas) : د میندو او پلرونو سره مرسته او ملاتړ
- EPER د لوړ عمر مهاجرینو د ژوندانه د کیفیت ښه کول
- Permanence juridique : وړیا حقوقی مشوری
- د فرانسوسی ژبی لیک لوست لپاره انلاین لارښوونه
Jura – ژورا
- Association jurassienne d’accueil des migrants : د هرکلی، ملاتړ،استوګنی او ټولنیزی پاملرنی خدمتونه
- Avenir Formation : د مهاجرینو لپاره د ژبی کورسونه
- Centre d’animation et de formation pour femmes migrantes : د کتنو، خبرو اترو، ملاقات او ادغام ځای
- Caritas Jura : د ټولنیزی ژباړی خدمات
- Mouvement jurassien de soutien aux sans papiers et migrants : د بی اسناده پناه غوښتونکو او مهاجرینو لپاره د ملاتړ حرکت
Neuchâtel – نوشاتل
- Bel horizon : د ملاقاتونو او روزنی ځای
- Caritas Neuchâtel : حقوقی او ټولنیز ملاتړ
- Cours de français dans le cadre du programme d’intégration cantonal : د فرانسوی ژبی کورسونه د نوشاتل ښار د ادغام پروګرام په چوکاټ کی
- CSP Neuchâtel : د حقوقی مشوری مرکز
- Droit de rester Neuchâtel : د پاته کیدو حق لپاره ملاتړ
- L’AMAR : کلتوری ګڼ اړخیزه مرکز، د هرکلی او ملاقاتونو لپاره
- Plateforme-asile Neuchâtel : معلوماتی پلاتفورم
- RECIF : د روزنی، ملاقاتونواو تبادلی مرکز د مهاجرو او سویسی ښځو لپاره
- Service de la cohésion multiculturelle (COSM) : د متعدد کلتورونو یو ځای والی خدمات
Tessin – تیسن
- Antenna MayDay : د انسانانو د قاچاق پر وړاندی د مرستی پلاتفورم
- Casa Astra : د بی غږو خلکو لپاره جنبش
- SOS Ticino : دمرستی او قانونی مشوری خدمات
Valais – والیس
- Centre suisse-immigrés Valais :د مهاجرینو لپاره مرکز
- Cours de langue à Sion : په سیون ښار کی د ژبی کورسونه
- Cours de langue pour les requérants d’asile : د پناه غوښتونکو لپاره د ژبی کورسونه
- OSEO Valais : د مهاجرینو د مسلکی ادغام لپاره خدمتونه
Vaud – وود
- Appartenances : د ټولنیز ادغام لپاره ځای
- Association Panmilar : د ولادت په برخه کی مرسته او ملاتړ
- Astree :د انسانانو د قاچاق او هر ډول استحصال د قربانیانو ملاتړ
- Bureau cantonal pour l’intégration des étrangers et la prévention du racisme : د بهرنیانو د ادغام او د نژادپرستی د مخنیوی لپاره پلاتفورم
- Caritas Vaud :حقوقی او ټولنیز ملاتړ
- Carnet d’adresses Petite Enfance : د مهاجرو کورنیو سره مرسته
- Coordination Asile-Migration Riviera : په اداری چارو که مرسته
- CSP Vaud : د حقوقی مشورو مرکز
- EPER : د جلاوطنو لپاره د حقوقی مرستی خدمات او همدارنګه د عمر او مهاجرت پروګرام
- Maisons vertes et Associations Arc-Echange : د پلرونو-میندو او د تر پنځه کلن عمر لرونکو ماشومانو لپاره په ازاده توګه د لاسرسی ځای
- Liste des associations de migrants : د لوزان ښار او ښاوخوا سیمو کی د مهاجرینو د ټولنو لیست
- Plateforme-asile Vaud : د پناه غوښتونکو او مهاجرینو لپاره معلوماتی پلاتفورم اود ژبی د کورسونو وړاندیز
- SOS Asile Vaud : د پناه غوښتنی پالیسی، د مهاجرت پالیسی، معلومات، کاری شبکی او د مشخصو کاری اقداماتو ملاتړ
عمومی ګټور معلومات
- Croix Rouge Suisse : د سویس سور صلیب – په ورځنی ژوند کی مرسته
- Brochure d’information : د مهاجرینو او موقتا منل شویو کسانو لپاره معلوماتی پاڼی
- Vidéo d’information په سویس کی د ورځنی ژوند په هکله معلوماتی ویدیوګانی
- La page fide د ژبی د مختلفو تصدیق شویو کورسونو یو لیست
ټروما
- دغه ویډیو په ورځنی ژوند کی د ټروما د تاثیراتو د مخنیوی لپاره مشوری درکوی.
- د پناه غوښتونکو لپاره د مرستی یو لار ښود په مختلفو ژبو جوړ شوی چی له دوی سره د ژوند د دردناکو تجربو په لری کولو کی مرسته وکړی.په دی لارښود کی د ښه احساس درلودو تمرینونه او همدارنګه د یوګا تمرینونه شامل دی.
کورنی
- د مهاجرو میندو او پلرونو لپاره د مرستی یو بل لارښود
- د د میندو ا و پلرونو لپاره یوه بله پاڼه چی کیدای شی ګټوره وی.
- د ماشومانو او تنکی ځوانانو د میندو پلرونو لپاره یوه معلوماتی پاڼه