د روغتیا مسلکی کارکونکو لیست
.ستاسو په ښاوخوا کی ډیر روغتیایی متخصصین شته چی تاسو سره د ستونزو یا روانی فشارونو کمولی کی مرسته کولی شی. دوی ستاسو ستونزی اوری او تاسو ته د اړوند مسلکی کسانو سره د تماس یولو زمینه برابره وی.
- په کار کی : د شرکت یا کمپنی ډاکټر یا د پرسونل او یا د اتحادیی استازی
- په روغتیایی مرکزو کی : نرس، قابله، ډاکټر
- په ښوونځی کی : د ښونځی نرس، ښوونکی یا منځګړی
- په محلی تفریحی مرکزونو کی : تنظیمونکی یا ټولنیز کارکونکی
ټول یاد شوی کسان هغه اشخاص دی چی تاسو ته دمناسبی مرستی لپاره لارښوونه کولی شی. له دوی نه د مشوری اخیستو نه هیره مکوی، دا ددوی د دندی یوه برخه ده چی تاسو ته د موجودو امکاناتو په هکله معلومات درکړی.
په ډیرو مواردو کی دا مرستی وړیا یا د روغتیایی بیمی لخوا ورکول کیږی.نودغه لګښتونه باید تاسو ونه هیروی . که چیری تا سو شک لری یا سم پوه نه یاست نو مرسته وغواړی. ستاسو فامیلی ډاکټر کولی شی تاسوته یو مناسب نفر ته د مراجعی په منظور لارښوونی وکړی.
همدارنګه پدی ویب پاڼه کی تاسو کولی شی د خپلو اړتیاوو او غوښتل شویی مشوری ژبی په هکله یوه لنډه فورمه ډکه کړی تر ځو خپل استوګنی ځای ته نږی روان پوهان پیدا کړی. د مشورو د مسوولیت اخیستو لپاره، مختلف مسلکی کارکونکی په خپلو پروفایلو کی د پوښښ شرایط ږدی ولی چی دا مهمه ده هغوی د هر چا د ځانګړی مرستی په اړه ، معلومات تر لاسه کړی.
دبیړنی مرستی نمبرونه
.که چیری وضعیت دومره عاجله وی چی کوم څوک خپل ځان په خطر کی وینی او یا نورو ته خطر رامینځته کوی، نو باید د ۱۴۴ نمبر په دایرولو د خپل ښار د روانی بیړنی خدماتو ځانګی سره اړیکه ونیسی. که تاسو لږ شک هم ولری یا احساس وکړی چی خپل حالت له لاسه ورکوی دا مه هیروی چی باید د بیړنی خدماتو مرکز ته زنګ ووهی.
- Fribourg : 026 308 08 08
- Genève : 022 372 38 62
- Jura : 144
- Neuchâtel : 032 755 15 15
- Vaud : 0848 133 133
- Valais : 0800012210
- Tessin : 144
که خطر ډیر جدی وی نو د پولیس سره په ۱۷۷ نمبر اړیکه ونیسی .
اعتیاد/مصرف
کله چی یو څوک ځان غمجن،ترفشارلاندی او یا ستړی احساسوی، نو ممکنه ده دا شخص د خپلو ستونزو څخه د تیښتی په منظور داسی چلندونه غوره کړی چی “خطرناکه” ګڼل کیږی لکه سګرټ څکول، شراب څښل، درمل خوړل، په اسکرینونکی ډیر وخت تیرول او یا هم قمار وهل. که څه هم دا کړنی ممکن په لنډ مهاله توګه سړی ته د راحتی احساس ورکړی خو دا عادتونه کولی شی د فزیکی او روانی روغتیا لپاره زیان رسونکی وی. که ستاسو مصرف یا د کوم نږدی کس مصرف تا سو ته اندیښنه درکوی نو پدی حالاتو کی د مرستی غوښتلل ډیر ضروری دی.
د موادو(شراب، دوا ګانو)زیاتی مصرف کولی شی په روغتیا باندی منفی اغیزی ولری لکه: د حیاتی غړو زیانمنیدل، سرطان، د زړه ناروغی، د معافیت سیستم کمزوری کیدل، خپګان او اضطراب، ذهنی ستونزی ټولنیز یوازیتوب او…
Addition Suisse دلته څو ویب پاڼی او تیلیفونی شماری لیست کړی دی چی کولی شی د الکول، سګرټ یا نورو نیکوتینی محصولاتو او یا د قمار په اړه مرسته وړاندی کی.
ایا تاسو د خپلو ماشومانو په اړه اندیښمن یاست؟ دغه پاڼه وګوری.
ایا تاسو غواړی پوه شی چی څرنګه یی ساتنه وکړی؟ دا پاڼه وګوری.
ایا تاسو له یو معتاد سړی سره نږدی یاست؟ دا پاڼه وګوری.
سکرینونه/انټرنټ
دلته ځینی داسی نښی شته چی میندو او پلرونو ته د هغوی د ماشومانو لخوا د ډیر سکرینونو د استعمال په هکله خبرداری ورکوی:
- کمپیوټر یا د لوبو کنسول په ورځ کی ډیر ساعتونه د تفریح لپاره ډیر فعال وی، د بیلګی په توګه د ښوونځی لپاره غوښتل شویو دندو پرته.
- ماشوم نور خپل ملګری نه وینی یا تقریبا یی نه وینی او د نورو فعالیتونو سره شوق او مینه نلری.
- ښوونیزی پایلی یا د زده کړی کچه یی په پرله پسی توګه کمیږی.
- ماشوم ځان له پامه غورځوی او نوره اشتها نلری. هغه ډیر وخت د ورځی په اوږدو که ستړی وی.
- که ماشوم کمپیوټرته له لاسرسی منع شی نو په غصه به شی او تهاجمی چلند به کوی.
کورنی تاو تریخوالی
ایمرجنسی یا بیړنی شماری :
- 117 : پولیس
- 144 : امبولانس/ بیړنی حالت
پټ او محرم مشورتی لاین (۲۴ ساعته /۷ ورځی):
- 143 : la main tendue دمرستی لاس
- 147 : د ماشومانو او ځوانانو لپاره مشوری
نوری موجودی سرچینی
- د ځانګړو کار پوهانو سره د پوښتنو لپاره چی محرمیت یی ساتل کیږی ( په هفته کی ۳ رسمی ورځی): ” تاوتریخوالی، څه وکړم؟” تا سو کولی شی په فرانسوی، انګلیسی او ایټالیوی ژبو اړیکی ونیسی.
- LAVI د قربانیانو سره د مشوری مرکزونو لیست چی په بیلابیلو ښارونو کی فعالیت لری.
- د کورنی تاوتریخوالی قربانیانو لپاره د ښځو او ماښومانو د پناه ځایونو لیست .
- معلوماتی ویډیو ” کورنی تاوتریخوالی، څه وکړم ؟”
که تاوتریخوالی دوام وکړی تاسو حق لری چی خپل ځان (او خپل حاضر ماشومان) خوندی کړی.تاسو کولی شی کورپریږدی او په ۱۷۷ نمبر له پولیس سره اړیکه ونیسی او یا هم نوکریوال ډاکټر ته زنګ ووهی ( د هر کانتون لپاره لیست دلته موجود دی). د LAVI مرکزونه هم دتاسو د ملاتړ لپاره موجود دی.
سټرس یا فشار
ځینو ځیړونو ښودلی ده د څلورو حالاتو په مهال د سټرس هورمونونه تولیدیږی :
- کله چی تاسو احساس کړی چی پر وضعیت کنټرول نلری.
- کله چی موږ له یوه ناڅاپی حالت سره مخامخ یو.
- کله چی یو وضعیت نوی وی.
- کله چی یو حالت زموږ زموږ غرور ته ګواښ وی.
د سټرس د کمولو لپاره اړینه ده چی په هغه حالت غور وشی چی د سټرس لامل ګرځی او تر ممکنه حده په دی حالت کی بدلون راوړو او اقدام وکړو. د بیلګی په توګه که چیری زموږ وړتیاوی او غرور په ازموینه کی وی او داسی احساس وکړو چې نور خلک زموږ پر وړتیاوو شک لری، نوموږ کولی شو خپل باور او ځان ته د درناوی احساس پیاوړی کړو او پر خپلو وړتیاوو باور زده کړو او ددی خبری مخه ونیسو چی تل په ځان شک ولرو.په هغو حالتونو باندی مخکی له مخکی کار کولو سره چی د سټرس لامل ګرځی، موږ کولی شو دا ناخوښه احساس په راتلونکی کی کم کړو.
دفشار پر مهال، نوری لاری چاری هم ګټوری ثابتیدای شی اوتا سو کولی شی دلته نور معلومات هم تر لاسه کړی.
ډیر نور وسایل هم موجود دی چی د فشار کمولو، انرژی بیا رغولو او د ځان مقاومت یا استقامت لوړولو کی مرسته کوی . دفشار کمولو او مقاومت لوړولو لپاره لاری چاری :
- په اوسنی وخت تمرکز کول، په نرمه او مهربانه توګه ځان ته غیږه ورکول، د ځان له ذهن سره پیوستون جوړول(د خپلو بی ځایه فکرونو لپاره په تخیل کی د یو صندوق جوړول) او د ځان د اوسنی حالت سره تړاو لرل، هغه لاری دی چی په ستونزمنو شیبو کی تاسو ته د ارامی او سکون احساس درکوی.
- د ژوری ساه اخیستلو تمرین کول او د خپلو اندیښنو د مدیریت لپاره د ورځی یوه ټاکلی شیبه ځانګړی کول ( ددی پر ځای چی ټوله ورځ پری وخت تیر کړی)، د اظطراب او عصبی حالت لپاره ګټوری لاری دی چی تاسو ته د وضعیت کنټرول بیرته تر لاس کولو احساس درکوی.
- د ساه اخیستلو تمرینونه او د مثبتو فکرونو تصور کول هم مرسته کوی چی تاسو ارام شی او په سمه توګه تصمیم ونیسی.
- د زغم او استقامت لوړولو او د خپلو داخلی سرچینو پیاوړی کولو لپاره، هڅه وکړی په خوشبینانه توګه فکر وکړی، له ځان او نورو سره مهربان او خواخوږی اوسی. دا هم ممکنه ده چی خپل منابع او هغه شیان ولیکی چی تاسو ته خوښی درکوی تر څو په راتلونکی کی د خپلو تجربو پر بنسټ په موثر ډول عمل وکړی.
د ځان وژنی په اړه فکرونه
که تاسو ځان وژنی په هکله فکر کوی تر ټولو مهمه خبر داده چی دا موضوع له یو بل چا سره شریکه کړی او مرسته وغواړی. یوازی پاته کیدل ، ستونزه نه حلوی، خو مرستی ته لاسرسی کولی شی وضعیت بدل کړی.
دعاجل مرستی شماری :
- 143 : د لویانو لپاره وړیا ، بی نومه او محرمه شماره د انګلیسی ژبی لپاره کرښه: 000 143 0800.
- 147 : Pro Juventute لخوا د ځوانانو لپاره ځانګړی مرستی.
- 144 : د روغتونونو عاجلی مرستی.