Home ښه راغلاست روانی سلامتیا
دا مهمه ده چی د روانی روغتیا په مفهوم او هغه نور عوامل چی پری اغیزه لری، وپوهیږو ځکه چی دا د عمومی روغتیا لپاره حیاتی موضوع ده.روانی روغتیا یوازی د روانی ناروغیو یا لیونتوب په اړه نده،بلکی د ژوند له ننګونو سره د مقابلی د وړتیا پوری اړه لری.
روانی روغتیا ارښتناکه ده او د فزیکی روغتیا په څیر پاملرنی ته اړتیا لری. له همدی امله لازمه ده چی له خپل ځانه څخه وپوښتوچی د روانی روغتیا د ساتنی اود ښه احساس لرلو لپاره څه کولای شو.
که تاسو ځان غمجن، خراب، خپه، بی انرژی او یا د فشار لاندی احساسوی، نو کیدای شی د ژوندانه ځینی مرحلی د نورو په پرتله تاسوته ستونزمنی شی.ددی شیبو د تیرولو لپاره، ممکنه ده اړتیا وی چی له بهرنی مرستی څخه ګټه واخیستل شی.دا ګام پورته کول شاید اسانه نه وی خو په رښتیا ارزښت لری.د مرستی غوښتل تاسو ته دا احساس درکوی چی څه روان دی او دحل لارو په ژر موندلو کی به تاسو سره مرسته وکړی.