دمرستی غوښتل | PsyHealth

اعتیاد/مصرف

کله چی یو څوک ځان غمجن،ترفشارلاندی او یا ستړی احساسوی،  نو ممکنه ده دا شخص د خپلو ستونزو څخه د تیښتی په منظور داسی چلندونه غوره کړی چی “خطرناکه” ګڼل کیږی لکه سګرټ څکول، شراب څښل، درمل خوړل، په اسکرینونکی ډیر وخت تیرول او یا هم قمار وهل. که څه هم دا کړنی ممکن په لنډ مهاله توګه سړی ته د راحتی احساس ورکړی خو دا عادتونه کولی شی د فزیکی او روانی روغتیا لپاره زیان رسونکی وی. که ستاسو مصرف یا د کوم نږدی کس مصرف تا سو ته اندیښنه درکوی نو پدی حالاتو کی د مرستی غوښتلل ډیر ضروری دی.

د موادو(شراب، دوا ګانو)زیاتی مصرف کولی شی په روغتیا باندی منفی اغیزی ولری لکه: د حیاتی غړو زیانمنیدل، سرطان، د زړه ناروغی، د معافیت سیستم کمزوری کیدل، خپګان او اضطراب، ذهنی ستونزی ټولنیز یوازیتوب او…

Addition Suisse دلته څو ویب پاڼی او تیلیفونی شماری لیست کړی دی چی کولی شی د الکول، سګرټ یا نورو نیکوتینی محصولاتو او یا د قمار په اړه مرسته وړاندی کی.

ایا تاسو د خپلو ماشومانو په اړه اندیښمن یاست؟ دغه پاڼه وګوری.

ایا تاسو غواړی پوه شی چی څرنګه یی ساتنه وکړی؟ دا پاڼه وګوری.

ایا تاسو له یو معتاد سړی سره نږدی یاست؟ دا پاڼه وګوری.

کورنی تاو تریخوالی

142 : د قربانیانو مرسته

په سویس کې د هغو ټولو کسانو لپاره چې له فزیکي، رواني یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوي وي. نږدې کسان (د کورنۍ غړي یا ملګري) هم کولی شي مرسته او مشوره ترلاسه کړي. دې شمېرې ته د ورځې او شپې په هر وخت کې اړیکه نیول کېدای شي.

ایمرجنسی یا بیړنی شماری :

  • 117 : پولیس
  • 144 : امبولانس/ بیړنی حالت

پټ او محرم مشورتی لاین (۲۴ ساعته /۷ ورځی):

  • 143 : la main tendue دمرستی لاس
  • 147 : د ماشومانو او ځوانانو لپاره مشوری

نوری موجودی سرچینی

که تاوتریخوالی دوام وکړی تاسو حق لری چی خپل ځان (او خپل حاضر ماشومان) خوندی کړی.تاسو کولی شی کورپریږدی او په ۱۷۷ نمبر له پولیس سره اړیکه ونیسی او یا هم نوکریوال ډاکټر ته زنګ ووهی ( د هر کانتون لپاره لیست دلته موجود دی). د LAVI   مرکزونه هم دتاسو د ملاتړ لپاره موجود دی.

د روغتیا مسلکی کارکونکو لیست

 .ستاسو په ښاوخوا کی ډیر روغتیایی متخصصین شته چی تاسو سره د ستونزو یا روانی فشارونو کمولی کی مرسته کولی شی. دوی ستاسو ستونزی اوری او تاسو ته د اړوند مسلکی کسانو سره د تماس یولو زمینه برابره وی.

  • په کار کی : د شرکت یا کمپنی ډاکټر یا د پرسونل او یا د اتحادیی استازی
  • په روغتیایی مرکزو کی :  نرس، قابله، ډاکټر
  • په ښوونځی کی :  د ښونځی نرس، ښوونکی یا منځګړی
  • په محلی تفریحی مرکزونو کی : تنظیمونکی یا ټولنیز کارکونکی

ټول یاد شوی کسان هغه اشخاص دی چی تاسو ته دمناسبی مرستی لپاره لارښوونه کولی شی. له دوی نه د مشوری اخیستو نه هیره مکوی، دا ددوی د دندی یوه برخه ده چی تاسو ته د موجودو امکاناتو په هکله معلومات درکړی.

په ډیرو مواردو کی دا مرستی وړیا یا د روغتیایی بیمی لخوا ورکول کیږی.نودغه لګښتونه باید تاسو ونه هیروی . که چیری تا سو شک لری یا سم پوه نه یاست نو مرسته وغواړی. ستاسو فامیلی ډاکټر کولی شی تاسوته یو مناسب نفر ته د مراجعی په منظور لارښوونی وکړی.

همدارنګه پدی ویب پاڼه کی تاسو کولی شی د خپلو اړتیاوو او غوښتل شویی مشوری ژبی په هکله یوه لنډه فورمه ډکه کړی تر ځو خپل استوګنی ځای ته نږی روان پوهان پیدا کړی. د مشورو د مسوولیت اخیستو لپاره، مختلف مسلکی کارکونکی په خپلو پروفایلو کی د پوښښ شرایط ږدی ولی چی دا مهمه ده هغوی د هر چا د ځانګړی مرستی په اړه ، معلومات تر لاسه کړی.

دبیړنی مرستی نمبرونه

.که چیری وضعیت دومره عاجله وی چی کوم څوک خپل ځان په خطر کی وینی او یا نورو ته خطر رامینځته کوی، نو باید د ۱۴۴ نمبر په دایرولو د خپل ښار د روانی بیړنی خدماتو ځانګی سره اړیکه ونیسی. که تاسو لږ شک هم ولری یا احساس وکړی چی خپل حالت له لاسه ورکوی دا مه هیروی چی باید د بیړنی خدماتو مرکز ته زنګ ووهی.

  • Fribourg : 026 308 08 08
  • Genève : 022 372 38 62
  • Jura : 144
  • Neuchâtel : 032 755 15 15
  • Vaud : 0848 133 133
  • Valais : 0800012210
  • Tessin : 144

که خطر ډیر جدی وی نو د پولیس سره په ۱۷۷ نمبر اړیکه ونیسی .

د ځان وژنی په اړه فکرونه

که تاسو ځان وژنی په هکله فکر کوی تر ټولو مهمه خبر داده چی دا موضوع له یو بل چا سره شریکه کړی او مرسته وغواړی. یوازی پاته کیدل ، ستونزه نه حلوی، خو مرستی ته لاسرسی کولی شی وضعیت بدل کړی.

دعاجل مرستی شماری :

  • 143 : د لویانو لپاره وړیا ، بی نومه او محرمه شماره د انګلیسی ژبی لپاره کرښه:   000 143 0800.
  • 147 : Pro Juventute لخوا د ځوانانو لپاره ځانګړی مرستی.
  • 144 :  د روغتونونو عاجلی مرستی.